د تاجکستان ولسمشر خپل حکومت منحل کړ


د تاجکستان د رسنيو په وينا د دغه هېواد ولمسشر، امامعلي رحمان خپل حکومت منحل کړ.

د راپورونو له مخې، هغه د يوه فرمان له مخې د تاجکستان له زندانونو ۳۸۰ زندانيان هم ازاد کړي دي.

د تاجکستان د اساسي قانون پر اساس په دغه هېواد کې به نوی ولسمشر نوی حکومت ټاکي او د تایید لپاره به یې پارلمان ته لېږي.

د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنې د اکتوبر په يوولسمه نېټه وشوې، چې په نتیجه کې يې امامعلي رحمان د راتلونکو شپږو کلونو لپاره د دغه هېواد ولسمشر پاتې شو او د پنځم ځل لپاره يې د ولمسشر په توګه لوړه وکړه.

  • 10 لړم 1399